IQNA

 د امریکاپه وسیله د نیکلاس مادرو نیول کیدا؛ د امنیت شورا دسملاسی غونډې غوښته

21:13 - January 03, 2026
د خبر لمبر: 3492258
ایکنا – په ونزویلا د امریکا په حملو پسې ، د نړیوالو غبرګونونو یوه لویه څپه رابرسیره شوې ده؛ د خبرواترو او مینځکړیتوب  له غوښټې رانیولې،د ملګروملتو دامنیت شورا تر سملاسی ناستې پورې غوښتنو څپه راوالاړه شوې ده.

ایکنانیوز د پارس ټوډې فارسی څانګې له قوله راپور راکړ، په تیرشواروز کې ونزویلا د امنیتی او ډيپلوماټيکو  تاؤتریخوالو دزیاتیدا شاهده ده؛ دده هیواد د پلازمینې پشمول  په مختلفو ښارونو کې په پوځي او بیخ بینائي تاسیساتو باندې  د امریکا حملې  او ورسپسې د ونزویلا  ولسی ولسمشر نیکلاس مادورو د نیوللو اعلان ، د کاراکاس دحکومت فوري غبرګون او د نړیوالو دریځونو څپې  په ځان پسې درلودلي دي.

د روسیې  خارجه وزارت  د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ، ماسکو په ونزویلا کې د ښکیلو لورو ترمیځ د  خبرواترو ملاتړ کوي.،له هرډول بهرنۍ لاسوهنې په تیره بیا له پوځي لاسوهنې پرته  ددغه هیواد د برخلیک د ټاکنې پر حق ټينګار کوي.لاتینې امرکیا  د سولې سیمه ګڼي  او د ونزویلا په باب د ملګروملتو د  امنیت شورا د غونډې  د ترسره کیدا ملاتړ کوي.

د اسپانیا خارجه وزارت  هم  د زغم او د تاؤتریخوالي د کمولو غوښته کړې  او وئيلي ئې دي، د ملګروملتو منشور او نړیوالو حقوقو ته  دټولو لورو  دپابندۍ په ضررورت  ټينګار کوي او ماډریډ د مینځګړیتوب  او سوله ایزو خبرواترو او حل ته  له رسیدا سره د مرستې لپاره تیار دی .

ورئئيټرز  خبری چینل د یوه امریکائي سناتور له قوله راپور روکړی،امریکائي خارجه وزیر مارکو روبیو  وئيلي دي، نیکلاس مادورو به په امریکا کې د شتون په بڼه کې له لګیدلو تورونو سره  محاکمه شي ، البته په عین حال کې ئې ټينګار کړی دی ، د ونزویلا په ضد دلازیاتو حملو د ترسره کیدا لپاره هیڅ پروګرام نه لري.

د جرمني د خارجه وزارت  داعلامیې په اساس  وائي؛په سختو اندیښنو سره د ونزویلا بدلونونه تعقیبوي او  دخبرواترو ددوام لپاره ئې د  بحران یو ځانګړی ټیم جوړ کړی دی.

د امریکا جنجالي او کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ  له ګارډین  سره په خبرو  ا ترو کې مدعي شوی ، د ونزویلا په ضد شوي حملې په دقیق ډول پلان شوي وې.

داپه داسې حال کې دي چې دونزویلا چارواکو  اعلان کړی دی، د امریکا په ناڅاپی حملې پسې یو شمیر ښاریزو ته مرګ ژوبلې اوښتي دي. دکاراکاس حکومت د ملګروملتو د امنیت شورا د سملاسي ناستې غوښته کړې ده . دونزویلا امنیتي ځواک په درست هیواد کې تیارسی شوی دی او له ښاریزو ئې غوښتي دي، خپل ارامښت دې وساتي ، د تیلو تولید او چاڼ بې له کوم خنډه دوام لري.

https://parstoday.ir/fa/world-i33190

captcha